د مدیترانې په سمندرګي کې د بېړۍ ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شوي دي.
یادو کډوالو غوښتل چې له لیبیا څخه اروپا ته ځان ورسوي؛ خو د ایټالیا سیسلي ټاپو ته نږدې یې بېړۍ ډوبه شوې ده.
د ژغورونکو ډله توانېدلې، چې د یادو کسانو له ډلې ۲۵ تنه وژغوري.
ژغورل شوي کسان وايي، د بېړۍ انجن یې درې ورځې وړاندې په اوبو کې خراب شوی وو.
د یادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې تر دوه نیم زرو ډېر کسان اروپا ته تر رسېدو وړاندې په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي.