د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۳ تنه مړه شوي او ۲۴ تنه تازه پرې اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې ۱۴ تنه له کرونا ویروس څخه بیرته رغیدلي دي.
د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۳۵۹ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۱۳ تنه مړه شوي او ۴۸ زره او ۴۱۳ نور بیرته ترې رغیدلي دي.