چټک غبرګون – نړۍ اونيزه
د سترګو ليدلى حال
خداى مې دې بيا ترې ساتي، نه پوهېږم د يارانو ټينګار و که د سردار يوسفزي او نعيم طوري د نوم اورېدو او سنديز بنډار د ليدو اغېز و چې د يوه ادبي سيمينار په شپه مې د ننګرهار د شاهي ماڼۍ پر کرزي تالار پښې ننوتې او د ډېرو هماغه شان خلکو منځ کې د شتوالي له امله مې ځان ګرم وګاڼه، تر يو لړ هماغسو کارونو (د ډېرو لخوا د والي صيب مخته انډک بنډک کېده او نورو ...) وروسته سندريز بنډار پيل شو چې د سندرغاړو د هنر پنځونې او هنر لېږدونې خبره يې د اوسنۍ ليکنې نا اړونده ده، خو هغه چې دلته يې وړاندې کوم د يوې نوې سوداګرۍ(!) ((لېرې له اصلو خلکو)) ليدل و.
کيسه داسې وه چې يو خداى وهلي او خداى شرمولي چې له ننګرهاره بهر په ختيز زون کې د يو رياست مشري هم پر غاړه لري له خپل يو وړوکي شاوخوا لس کلن زوى سره زموږ د ملګرو پام خپل کړى و.
ځينو يارانو ويل دې ريس صيب(!) خپل زوى ته ددې لپاره د فلمبردارۍ کامره په غاړه کړې وه چې والي صيب نه پرې په دې عمر کې په داسې سندريزو بنډارونو کې د هنرپالي(!) ذوق د نمانځنې په پلمه کوم سلګون ډالر د زوى جېب ته کړي. ماويل ګپ به وي خو چې سترګې مې پسې ونيولې او ريس صيب او زوى ته يې ښه ځير شوم نو د دې تور بېلګه مې هم پر خپلو دې سترګو وليده، ((توبه خدايه!توبه!)) ريس صيب(!) مې ليده چې د لسګونو ناستو کسانو مخکې په ډېرې بې شرمۍ او د دوى ړوند ګڼلو سره زوى ته چې له خوبه يې سترګې پټې، پټې کېدې په بيا، بيا اشارې کولې او زما په ګډون يې ډېرو له دې اشارو دا موخه او مانا اخيسته چې : )ورځه! زويه! عکاسي وکړه! والي صيب ښه سړى دى کوم ډالر سلګون به درکړي، ځه ورځه زويه! کار وباسه! ځه ګنې بيا.....)) (((افسوس!افسوس!بيا هم افسوس!!! پر دې پښتونولۍ، افغانيت، غيرت، اسلاميت او بالاخره انسانيت!)))
لوبه همداسې روانه وه، سړي به خدايزده پر دې اخېستل کېدونکو مبارکو پيسو(!) د کومو مزو خيال پلو واهه او کومو چورتونو کې و؟ زوى يې د يوازيني تصوير اخېستونکي (کامره مين)) په څېر په يوه څنډه کې تر لر بر کېدو وروسته د والي صيب څنګ ته ځان رساوه، بيا به يې پلار ته کتل، پلاربه يې لکه د يو ماهر څارونکي استاد په توګه زوى پسې سترګې اېغې نيولې او د والي تر شا نېږدې ناست و.
همدا چې زوى به يې والي ته نېږدې شو، ده به په سترګو کې والي سره د ستړي مه شئ قومانده ورکړه، ماشوم خوارکي به هم له ډاره والي ته ځان نېږدې کړ، کامره به يې ورته مخې له ونيوله، بيابه يې لاس ورکړ، په همدې ډول که ووايم شپږ، اووه ځلې خو زما څارونکو سترګو په دې حال وليد، نه پوهېږم والي صيب باندې څه شوي و چې هر وارې به يې لاس ورکړ او د تکليف پوښتنه به يې نه کوله او يا به يې ماشومانو سره د ډېرې مينې له مخې دا کار کاوه خو بس هر څنګه چې وه، وه خو د ريس صيب له دې ټولو هڅو، هڅو سره،سره د دې هڅو پايلې ناسمې وختې، د ريس صيب زوى يوه روپۍ هم تر لاسه نه کړه او همداسې مړې سترګې ريس صيب سره له قصره ووت ((ډېرښه، ډېرښه))
له دې کار وروسته يو ملګري کيسه وکړه چې ريس صيب له دې مخکې هم د والي صيب يوې برخوالې غونډې ته همدا زوى ځان سره راوستى و، زوى يې چې والي ته ستړي مه شي کړې وه نو په سل ډالرو يې نازولى او ريس صيب ته دې کار خوند ورکړى و او د دې سوداګريزې چارې د پياوړتيا په موخه يې خدايزده ها کامره ((نه پوهېږم روغه وه که خرابه)) چانه پټ کړې او که پر هماغو پيسو يې اخيستې وه او که....؟
دا يوازينۍ بېلګه نه ده چې د اوسنۍ زموږ ځان بايللو پيسه پالو لخوا ترسره کېږي، دې ته ورته لسګونه نورې بېلګې هم دي چې موندل او راسپړل يې وخت غواړي.