ډبلیو ایف پي له افغانانو سره په مرستو کې کموالی راوستی

ډبلیو ایف پي له افغانانو سره په مرستو کې کموالی راوستی


  • 1 کال دمخه (07/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 574

د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی، چې دوی په روانه میاشت کې یوازې له څلور میلیونه افغانانو سره مرسته کولای شي. 

ډبلیو ایف پي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دوی د مرستو کموالي له کبله نه شي کولای له زیات شمېر خلکو سره مرسته وکړي. 

ډبلیو ایف پي ویلي، دوی له دومره کم شمېر کسانو سره په داسې حال کې مرسته کوي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د بل وخت خوړو پیدا کولو ته حیران دي.

د خوړو نړیوال پرواګرام تېره میاشت ویلي وو، چې په افغانستان کې له بې وزلو سره د مرستو لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.