سمسور نیوز (۲وری۱۴۰۲) د ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کابل کې لیدلي دي.
دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي محمد یعقوب مجاهد له عبدالعزیز کاملوف او مله پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
دواړو لورو په سرحدي، امنیتي او د ځينو نورو موضوعګانو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د اړیکو په ټینګښت یې ټينګار وکړ.
په ورته مهال د ازبیکستان ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اړیکې لا پیاوړې کړي.