دفاع وزارت: اوه ولایتونو کې افغان ځواکونو ۱۸۱ طالبان وژلي.

دفاع وزارت: اوه ولایتونو کې افغان ځواکونو ۱۸۱ طالبان وژلي.


  • 3 کاله دمخه (04/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1428

سمسور (سه شنبه د غویي ۱۴) چارواکي وايي، افغان ځواکونو د هېواد لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو په مختلفو سیمو کې ۱۸۱ طالبان وژلي او ۷۸ نور یې ټپيان کړي دي. 

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه راځي، چې دغه طالبان د ګډو افغان ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي دي. 

سرچینه وایي، چې د دغو عملیاتو پر وخت د وسله والو طالبانو زیات شمېر وسلې، مهمات او ۹۴ بېلا بېل ماینونه له منځه وړل شوي.

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وسله والو جګړو زیاتې شوي، چې تر ډېره یې ملکيان قربانیان دي.

خو افغان دولت یې بیا د وسله والو طالبانو کار بولي.

بل لورته بیا وسله وال طالبان د افغان دولت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې دا ډول ګړنې دوی پورې اړه نه لري.