پاکستاني نظامیانو د کونړ سربېره د ننګرهار پر ځینو برخو هم راکټي بریدونه پیل کړي دي.

پاکستاني نظامیانو د کونړ سربېره د ننګرهار پر ځینو برخو هم راکټي بریدونه پیل کړي دي.


  • 3 کاله دمخه (04/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1102

پاکستاني نظامیانو یو ځل بیا د ننګرهار په ځینو سیمو راکټي بریدونه پیل کړي دي.

 

ځایي اوسېدونکي وایي، پاکستاني نظامیانو له تېرې ورځې راپه دې خوا د دې ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د خوږ اګاخېلو په سیمه باندې ۴۲ راکټي بریدونه کړي دي.

 

تر دې مهاله د ننګرهار چارواکو بیا څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د پاکستاني نظامیانو له لوري د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ راکټي بریدونه شوي وو. 

 

د کونړ والي محمد اقبال عزیزي دوه ورځې وړاندې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي و، چې د پاکستاني نظامیانو له لوري ددې ولایت د شلتن ولسوالۍ په سونو کلي او ډوپ سیمو باندې پنځوس توپونه راتوغول شوي وو، چې د سیمې ګڼو خلکو ته پکې مالي زیانونه رسېدلي وو.

 

همدارنګه د دغه ولایت والي محمد اقبال عزیزي، له پاکستاني لوري غوښتي و، چې راکټي بریدونه دې بند کړي، نوموړي یاده چاره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی و.

 

تېره شپه د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپرې کړې اعلامیه کې د پاکستاني نظامیانو دغه راکټي بریدونه غندلي وو او له پاکستاني لوري پکې غوښتل شوي وو، چې نور دې راکټي بریدونه نه کوي.

 

خو پاکستاني نظامیانو بیا خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړی دی.