د سرپرست حکومت مشر د فرمان له مخې، د لوی اختر په مناسبت د کندهار له عمومي زندان څخه ۲۶۰ بندیان خوشې شوي دي.
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ويلي، دغو بندیانو چې په بېلابېلو برخو کې زدهکړې ترلاسه کړې وې، د خوشې کېدو مستحق پېژندل شوي دي.
د سرچینې په وینا، د درېیو نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د لوی اختر په مناسبت د اتو ولایتونو له زندانونو څخه ۱۵۵۹ بندیان خوشې شوي او د ۹۵۰ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
په تېر کوچني اختر کې هم له ۵زره څخه ډېر بندیان خوشې شوي او ذ بند موده یې کمه شوې وه.