د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله مرادي تائید کړې، چې ددې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د وسلوالو غلو لخوا ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وسلوالو غله چې په موټر کې سپاره ول، پرون شپه یې د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د دوه نظامیان په ګډون پنځه کسان وژلي او پنځه نور عام وګړي یې زخمیان کړي دي.
یادې قومندانۍ زیاته کړې چې په وژل شوو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
دغه پېښه هغه مهال شوې چې وسلوالو غلو د غیرې نظامیانو پر یو موټر برید کړی ؤ.