د امر باالمعروف سرپرست: نړۍ غواړي چې زمونږ خویندې بې عزته کړي

د امر باالمعروف سرپرست: نړۍ غواړي چې زمونږ خویندې بې عزته کړي


  • 1 کال دمخه (15/10/2022)
  • Sahil Asad
  • 882

سمسور نیوز (۲۳تله۱۴۰۱) د امربالمعروف سرپرست وزیر فاریاب ته د خپل سفر پر مهال یوې ولسي غونډې ته ویلي چې نړۍ غواړي زموږ خویندي بې عزته کړي.

د نوموړي په خبره، نړۍ غواړي چې یو هلک او یوه نجلۍ په یوه چوکۍ کینې، چې دا د افغانانو د دودونو خلاف دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي دي.

حنفي زیاته کړې، نړۍ په افغانستان کې روغتونونه، مدرسې او مکتبونه بمبار کړل، خو هیچا هم د بشري حقونو د نقض غږ پورته نه کړ.

سرپرست وزیر دغه راز ویلي، چې د ا.ا یو شمېر ځواکونو لاهم خپلې څڼې نه دي کمې کړې، چې دا د ا.ا له فرمان څخه سرغړونه ده.