امریکا د امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان په غزه کې له امریکایي بندیانو سره خبرې کړې دي او زیاته کړې ده چې امریکا لا هم د بندیانو د تبادلې هڅې کوي.
د اکسیوس د راپور له مخې؛ سالیوان یادو بندیانو ته په خبرو کې ویلي، چې جوبایډن ددې اونۍ تر پايه اسرائیلو او حماس ته په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې پر وړاندیز کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر سرچېنو ویلي، که د امریکا دا وړانديز د حماس او اسرائیلو له خوا ونه منل شي، ممکن د امریکا په مشرۍ ددې مذاکراتو پای به واوسي.