دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دی

دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دی


  • 4 کاله دمخه (16/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1253

 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې تر دوه میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

یونېسف وايي، دوی په ۲۰۲۱م کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره ۲۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دې ادارې مسولان وايي، د یونېسف وروستۍ څېړنې ښيي چې په ۲۰۲۱م کال کې افغانستان کې څه باندې ۲،۱ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په دې کې ۹ لکه ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخ دي.

دوی وايي، د دې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده، چې له نړیوالې ټولنې ۲۱ میلونه ډالر تر لاسه کړي.

د یونېسف ویاند وايي په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره دغه اداره په روانه میلادي میاشت کې هم درې نیم میلیون ډالرو ته اړتیا لري.