میلر: تر یوې میاشتې د ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راکمیږي

میلر: تر یوې میاشتې د ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راکمیږي


  • 4 کاله دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1160

 

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي تر یوې میاشتې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته را کم شي.

جنرال سکاټ میلر رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې همدا اوس د سرتیرو د کمولو بهیر روان دی او دغه لارښونه عملي کیږي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر د نوي کال د جنورۍ تر پنځه لسمې نیټې پورې ۲۵۰۰ سرتیرو ته را کم کړي.