ایراني چارواکي وايي، د افغانستان او ایران تر منځ په دوغارون سرحدي بندر کې په کلني ډول شاوخوا درې میلیارده امریکايي ډالره سوداګري کېږي.
دغه خبر په هرات کې د یاد هېواد سرکونسل علي رضا مرحمتي له رسنیو سره شریک کړی او ویلي یې دي، چې یاد بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعامل او پانګونې جلبولو یو مهم بندر دی.
ایران او افغانستان له یو او بل څخه واردوونکي هېوادونه دي او یوازې یې په تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې له یو او بل سره درې میلیارده او ۳۶۶ میلیونه ډالره راکړه ورکړه کړې، چې له جملې یې ۵۵۰ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او پاتې نور یې واردات دي.