تېرو دوه ورځو کې شااوخوا پنځه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدنکو چارو وزارت پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران څخه دوه زره ۳۰۸او افغان کډوال وطن ته راستانه شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو سره ۹۹۹ تنه د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستو لپاره ور پېژندل شوي دي.
په همدې حال کې وړمه ورځ هم د ایران له لارې دوه زره او ۴۸۲ افغان کډوال را ستانه شوي وو، چې ۸۷۲ تنه یې د مرستو لپاره د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي وو.
یاد کسان په داسې حال کې راستنیږي، چې اوس مهال له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان هېوادونو له لوري ناوړه چلند کېږي.