د پاکستان تور؛ هند د پاکستاني وګړو په وژنه کې لاس لري

د پاکستان تور؛ هند د پاکستاني وګړو په وژنه کې لاس لري


  • 11 مياشتي دمخه (26/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 405

پاکستان تور پورې کړی چې هند استخباراتي کړۍ د پاکستاني وګړو په وروستیو وژنو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرټر، محمد سیروس سجاد قاضي تېره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، داسې کره شواهد لري چې د تېر کال  په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې د پاکستاني وګړو په وژنه کې د هند د استخباراتي کړیو لاس په ډاګه کوي.

نوموړي ویلي، دا وژنې په ډېره پیچلې بڼه ترسره شوې او هندي استخباراتي کړیو او جاسوسانو په بهر کې ټیکنالوژي او خوندي پټنځایونه کارولي او پاکستان کې یې وژنې کړي.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په سمدستي ډول د پاکستان دا تورونه بې اساسه بللي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډهیر جیسوال ویلي چې دا د هند پر وړاندې ناسمې اوازې دي او پاکستان خپله د ترهګرۍ مرکز دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې هم دوه پاکستاني وګړي محمد ریاض او شاهد لطیف چې په دریم هېواد کې میشت وو،  د هند او کشمیر پر ضد په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور وژل شوي وو.