ناټو سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ ناسته‌کوي

ناټو سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ ناسته‌کوي


  • 3 کاله دمخه (19/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1248

سبا جمعه د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د یو ویډیوي کنفرانس له لارې د افغانستان پر روان وضعیت بېړنۍ ناسته کوي.

د ناټو سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د جمعې پر ورځ یې د ناټو غونډه را بللې، چې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړي.
د نوموړي  په خبره، په دې غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ دریځ بیان‌کړي.
تېره سه‌شنبه هم ناټو د افغانستان په تړاو یوه بېړنۍ ناسته وکړه او د ناټو سرمنشي په‌کې کابل ته د طالبانو ناڅاپي راتګ سخت حیران کړ.
د ویلو ده، چې تېره یکشنبه د طالبانو تحریک له یو شمېر نورو ولایتونو وروسته پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او د ښار امنیت یې په لاس کې واخیست.
د طالبانو تر راتګ وروسته یو شمېر افغانان خپل راتلونکي او د سر خوندیتوب ته خورا اندېښمن دي.
خو طالب مشرانو په خپلو خبرو کې ویلی، چې دوی به د ټولو هېوادوالو امنیت خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.