افغان ځواکونو د علیپور د وسلو ډېپو له منځه یوړه

افغان ځواکونو د علیپور د وسلو ډېپو له منځه یوړه


  • 3 کاله دمخه (22/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1660

 افغان ځواکونو د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالي کې د عليپور پر ضد د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د عليپور د وسلو یوه لویه ډېپو له منځه وړې.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغي، چې په یادو عملیاتو کې د عليپور د خپلسرو وسله والو ګڼ شمېر وسلې، مخابرې، بمونه او نور وسایل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

په بهسودو ولسوالي کې د عليپور پر ضد عملیات له هغې وروسته پیلیږي، چې تېره پنج شنبه نوموړي د افغان هوايي ځواک الوتکه وویشته.

په ټولنیزو رسینو کې بیا باور دا دی، چې نوموړی په افغانستان کې د ایران د فاطمیون ډلې مشري پر غاړه لري او افغان حکومت دی ژر تر ژره ورسره قانوني چلند وکړي.