ارګ: بهرنیو چارو وزارت ته په بهر کې د افغان بندیانو د خلاصون دنده سپارل شوې

ارګ: بهرنیو چارو وزارت ته په بهر کې د افغان بندیانو د خلاصون دنده سپارل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (30/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 379

اسلامي امارت وایي چې د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه خبرې وکړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۱۵مه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینه زیاتوي چې په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د نورو هېوادونو  ترڅنګ په ایران، پاکستان او هند کې سلګونه افغانان بندیان دي او تېره ورځ هم په ایران کې دوه تنه افغانان اعدام شوي دي.