حامدكرزي پدې وروستيوكې د لوېديځ او په ځانګړې توګه دمتحده ايالاتو په اړه نسبتاً سختې څرګندونې او نيوكې كړې دي.
هغه دپنجشنبې په ورځ دولسي جرګې له ځينو غړيو سره دليدنې پرمهال لوېديځ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړ. كرزي وويل چې لوېديځوالو دټاكنو پرمهال دافغانستان په كورنيو چاروكې لاسوهنه كوله، دافغانستان ټولټاكنې يې بدنامه كړې او آن دټآكنو مامورين پر مرګ هم ګواښل، هغه وويل چې لوېديځوال نه غواړي په افغانستان كې ارامي اواستقرار راشي .کرزي تېره ورځ (دوشنبه) له BBC سره هم په مرکه کې وويل چې هغه اوس هم پردې باور دى ،چې امريکا او لويديځ دافغانستان دولسمشرۍ پر ټاکنو ملنډې وهلې دي او درغلي ېې پكې کړې ده .
نوموړي پخپل دې ډول بېساروڅرګندونو دواشنګټن په ګډون يو شمېر لوېديځ پلازمېنې اندېښمنې کړې دي ، خو هغه پر دې باور دى ،چې څرګندونې يې دهغه له ملاتړو سره دهغه اړيکې نه خرابوي .
کرزي په ښکاره ويلې دي ، چې هغه دټاکنو په اړه څه ويلي هغه کره دي .
کرزي دلوېديځ له غوږه دا خبره ورتېره کړه که چېرې له موږ سره خپل چلند ته بدلون ورنه کړي موږ به دلته ددوى حضورته دنيواک ( استعمار ) په سترګه وګورو دا يوپيغام دى ، چې زموږ ملاتړي بايد دمتبادل درناوي اصل په پام کې ونيسي .
کرزي وايي : داسمه ده ،چې دناټو غړي هېوادونه به بډايه او ځواکمن وي او افغانستان بېوزله دى ، خو افغانان خپل هويت او لرغونى تاريخ لري .
هغه ويلي چې كه له متحدينو سره يې كړكيچن حالات سم نشي نو له طالبانو سره به لاس يوكړي.
كه څه هم دكرزي داخبرې پر امريكايانو ښې ندي لګېدلې او طبعي ده چې ښې به پرې نه لګېږي خو داټولې خبرې واقعيت لري. امريكايانو نه يواځې همدالاسوهنې كړې دې ،بلكې ددوى لاسوهنو اودلته ددوى بې قيداوشرطه حضور افغان حكومت له مشروعيت خخه بې برخې كړى دى، په حقيقت كې كرزي دبهرنيوځواكونو او كړيو دلاسوهنو او ناقانونه كړنو له سمندرڅخه يو څاڅكى رااخستى دى .دبېلګې په توګه په افغانستان كې مېشت بهرني ځواوكونه دلته دهېڅ قانون تابع ندي ، خپل زندانونه، خپل مركزونه خپلې قوماندې او خپل قوماندانان لري، پخپل سر وهل، وژل ،نيول ،ټكول،تړل او خوشې كول كوي ، پخپل سر پÙ
‡ نيموشپو كې پركورونو ورخيژي، دعظيم الشان قرآن او مساجدوپه څېر دافغانانو دمقدساتو،دهغوى دكلتور، دود ، دستور او عنعنې سپكاوى كوي. ټولوژنې كوي ، په خلكو كې وېره او ترهه خپروي ، دافغانانودوژنو لپاره سلګونه ميليارده ډالر لګوي خو دافغانستان دبيارغونې او دافغانانو دژوند او هېواد دپرمختګ لپاره هسې سمبوليك او تش نومي ګامونه اخلي.
هغوى له ګڼو ژمنو سره سره اوس هم افغانان تېرباسي اوپښه په لوټه ږدي او تېرېږي.
دمتحده ايالاتو ولسشمر بارك ا وباما تېره اونۍ په باګرام كې خپلو پوځيانو ته وويل چې كله ددوى خپلې ګټې ايجاب ونه كړي نو دلته به تاسې يوه شېبه هم پاتې نشئ او په هماغه شېبه به مو امريكا ته راوغواړم . دا پردې ښه اعتراف دى چې دوى دلته دخپلو ګټو لپاره جنګېږي او دافغانانو لپاره آن ديوډالر او يوې دقيقې تېرولو لپاره هم چمتو نه دي .
دايواځې كرزى ندى چې حوصله يې تنګه شوې ده ، بلكې دلاقانونيت پدې فضاكې دبهرنيانووجود دبل هر وجدان لرونكي افغان لپاره هم آن ديوې ثانيې لپاره دمنلو وړندى.
په پيل كې چې ځينو ساده اوناخبرو افغانانو د بهرنيو او په ځانګړې توګه د امريكايي وسلوالو ځواكونو دشتون دزهرو غړپ ته غاړه كېښوده . نوله دوى څخه يې څه هېلې درلودې او دوى هم افغانانو ته شنه او سره باغونه ورښودلي وو، خو اوس له يوې كوچنۍ مزدورې استثنى پرته ټول افغانان دمايوسۍ په ګرداب لاهو دي نوځكه بهرنيانو ته ددښمن په سترګه ګوري.
زه پدې باوري نه يم چې دكرزي فيګور دې يواځې ملي رنګ او ملي بنسټ (بيز) ولري اويا دې هغه سل په سلوكې دملي ګټو په خاطر پر لوېديځوالو نيوكې كوي ځكه چې دده په دوره كې هم نه يواځې داچې افغانانو ښه ورځ ونه ليده ، بلكې لا هم دومره وځورېدل چې تاريخ يې نمونه نه شي موندلى .
كرزي دامريكا دملي امنيت داوسني مشاوراو په افغانستان كې دامريكايي ځواكونو دپخواني قوماندان جنرال جيمزجونز اوددفاع وزير رابرت ګيټس په څېر دګڼوهغو ښكيلاكګرو امريكايي چارواكيو په سينه دغازي وزير محمداكبرخان اوغازي ايوب خان مډالونه ټومبلي چې زرګونه بې ګناه افغانان يي شهيدان كړي دي .
داچې لامل به يې هرڅه وي پرهغې به كرزى او اوباما خبروي خوچې دولسمشر په توګه ددوى په اندېښنو كې ځان ورګډوي داهم دافغانانو لپاره دخوښۍ خبر ده.
امريكايان هم بايد نور خپل حدود وپيژني ، كه دوى ځانونه ښكېلاكګر نه بولي نودوى بايد افغانانو او نړيوالو ته په عمل كې ثابته كړي چې دوى پر افغانستان تېري كوونكي ندي . ځكه تراوسه ددوى كړنې ديرغلګرو دي .
دنړيوالو نورمونوله مخې دبل هېواد حريم ته ديوه هېوادپوځي ورتګ به يا دسولې په نيت اودملګروملتونو دپرېكړې له مخې وي چې پدې صورت كې به مېلمانه پوځيان دكوربه هېواد ټول قوانين او ارزښتونه مني ،كاراو عمليات به دكوربه هېواد په قومانده كوي، ديوه پروتوكول له مخې به هلته ځي او ژوندبه كوي او ديوه پروتوكول له مخې به بېرته وځي اويا به دتېري او اشغال په بڼه وي چې اشغالګران بيا دخپلې خوښې او خپلې ارادې خاوندان دي چې هرڅه غواړي كوي يې .
دكرزي داخبر ډېره پرځاى ده چې كه دلته مېشت بهرني ځواكونه تريو قانون لاندې رانشي نو دځينوخوشباوروافغانانو اونړيوالو داباور به لاهم پياوړي كړي چې دوى تېري كوونكي دي او ددوى پرضد دجنګېدونكيو مقاومت ته به لامشروعيت او روح وركړي.
افغانستان او امريكايان دواړه لا په مخ كې اوږد مزل لري او ګڼې ستونزې لري ،
امريكايي چارواكي بايد دافغانانو دغوښتنواو ارزښتونو درناوى وكړي. له خپلې ژمنې سره سم دافغانستان دبيارغونې او ابادۍ لپاره مرسته وكړي، په افغانستان كې ديوه ولسي پرخپلو پښوولاړ نظام دراوستلوپه اړه مرسته وكړي.
او افغان چارواكي هم بايد هڅه وكړي چې دمتقابل احترام په فضا او دافغانستان دخپلواكۍ په پام كې نيولو سره دمتحده ايالاتو په شمول له ټولې نړۍ سره دوستانه اړيكې وساتي. له حكومتونو اوسازمانونو سره اړيكې دملي ګټو له محور څخه وټاكي دشخصي ګټو له مخې نه .