حامد کرزي د م،م د ځانګړي استازي له مرستیال سره کتلي

حامد کرزي د م،م د ځانګړي استازي له مرستیال سره کتلي


  • 1 کال دمخه (06/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 553

سمسور نیوز (۱۷وری۱۴۰۲) د هېواد پخواني  ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. 

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دوی له یو بل سره د “عامو خلکو د ژوند پر څرنګوالي او د مرستو د دوام پر اړتیا” په ګډون د اوسني وضعیت په اړه خبرې  کړې دي.

خبر پاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پر بیا پرانېستلو، کار ته د ښځو پر راستنېدو او په هېواد کې د ملي ډیالوګ پر پیل ټینګار شوی دی.