په ۱۰ میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۲۲ میلیارد افغانیو صادرات  شوي

په ۱۰ میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۲۲ میلیارد افغانیو صادرات شوي


  • 11 مياشتي دمخه (29/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 377


د مالیې وزارت وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې بهر ته د افغانستان صادرات ۱۲۲ میلیارد افغانیو یا څه باندې یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.
د مالیې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان په صادراتو کې لویه ونډه د میوو، پنبې او سبزیجاتو ده.
اعلامیه زیاتوي چې افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې د ۴۳ میلیارد افغانیو په ارزښت میوه، د ۱۶ میلیارد افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارد افغانیو په ارزښت سبزیجات بهر ته صادر کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې اکثره صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
د یادونې ده چې د تیر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې مالیې وزارت ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.