د ط-البانو نوې کابینې د امریکا اندېښنې راپورته کړې

د ط-البانو نوې کابینې د امریکا اندېښنې راپورته کړې


  • 3 کاله دمخه (08/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1190

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د نوې کابینې له نوم‌لړ خبر شوي او په اړه یې ارزونې کوي. 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ط-البانو په کابینه کې یوازې د طالبانو غړي او د هغوی نږدې همکاران شامل دي، مېرمنې او د ټولنې نور اقشار په‌کې نه لیدل کېږي. 

امریکا ټینګار کړی، چې دوی په دې نوملړ کې د یو شمېر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندېښنې لري. 

ط-البانو تېره ورځ د نوي حکومت کابینه د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ اعلان کړه، چې نوموړی د رئیس الوزرا‌ء، او ملا غ-ني برادر او ملا عبد-السلام حنفي یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د مالوماتو له‌مخې، ملا محمد ح-سن اخند په ګډون د نوې کابینې د ډېریو غړیو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې شامل دي. 

د ط-البانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خبري کنفرانس کې وویل، چې دا کابینه به موقتي وي او وروسته به یو شمېر پاتې وزارت خونو ته هم وزیران او سرپرستان وګومارل شي.