مشهور شاعر رهنورد زریاب د ۷۶ کلنۍ په عمر وفات شو

مشهور شاعر رهنورد زریاب د ۷۶ کلنۍ په عمر وفات شو


  • 4 کاله دمخه (11/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1133

 

د دري ژبې مشهور شاعر رهنورد زریاب د ۷۶ کلنۍ په عمر وفات شو.

نوموړی له څه مودې راهیسې د ورپيښې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر وو او تیره شپه ومړ.

زریاب په کابل پوهنتون کې د ورځپاڼه لیکنې په برخه کې تر لیسانس کچې زده کړې کړې وې او په همدې څانګه کې یې د تخصص سند د بریټانیا له ویلز پوهنتون څخه ترلاسه کړی وو.

نوموړي لسګونه ادبي اثار لیکلي وو او په وروستیو لسیزو کې د اثارو د تولید له اړخه تر ټولو مخکښ لیکوال وو.