سمسور نیوز (۲۵سلواغه۱۴۰۱) نن له غرمې وړاندې د بلوچستان د کیچ ولسوالي په «زامران» سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پر موټر سایکل سپاره دوه پوځیان سیمه کې په ګزمه بوخت وو، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین پرې وچاودېد.
تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته د پېښې مسؤلیت هم لا چا نه دی منلی؛ خو هلته وخت ناوخت ورته بریدونه بلوچ بېلتون پال کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بلوچستان په بای پاس سیمه کې هم د یو برید پر مهال د محمد سلیم په نوم یو افسر وژل شوی و او درې نور ټپیان وو.