راتلوونکي ۷۲ ساعتونه ۱۱ ولایتونه د بریښنا له پرچاوۍ سره مخ دي

راتلوونکي ۷۲ ساعتونه ۱۱ ولایتونه د بریښنا له پرچاوۍ سره مخ دي


  • 3 کاله دمخه (22/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1332

د افغانستان بریښنا شرکت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې په سالنګ کې د وارداتي برېښنا د پایو په اساسي توګه د رغولو له امله به راتلونکې درې ورځې بریښنا پرې وي.

بریښنا شرکت ویلي د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي کارکوونکو د ارزونې له مخې، د پایو اساسي نصب او د مزیو د غځولو د چارو د ترسره کولو په موخه د وارداتي برېښنا جريان به د ۷۲ ساعتونو لپاره پرې وي.

همدا راز د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د تخنيکي کارکوونکو، نظر تاييدوي چې د وارداتي برېښنا جريان دې د دریو ورځو لپاره پرې وي.

په همدې موخه په راتلونکې دریو ورځو کې به د کابل په ګډون یولس نور ولایتونه د برېښنا له پرچاوي سره مخ وي.