سرګي لاوروف؛ موږ چمتوو یوو چې له امریکا سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړو

سرګي لاوروف؛ موږ چمتوو یوو چې له امریکا سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړو


  • 4 مياشتي دمخه (18/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 156

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، روسیه چمتو ده چې له امریکایي لوري سره په هر حالت کې د ستونزو حل په موخه خبرې او بحثونه وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په امریکا کې ښې او رڼې ټاکنې وشي او داسې څوک واک ته ورسیږي چې د نړۍ ستونزې د زور پرځای په خبرو حل کړي.

 

سرګي لاوروف همدارنګه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خولې ویلي چې هغه له کلونو راهیسې په امریکا کې یوې داسې رهبرۍ ته په تمه ده چې د نړۍ لویې سیاسي مسئلې د خبرو پر میز ورسره حل کړي.