د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یوه بس د چپه کېدو له کبله ۱۰ کسان مړه شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دغه بس له پنجاب ایالت څخه کترا ښار ته هندي زیارت کوونکي لېږدول، چې جمو سیمې ته نږدې په یوه کنده کې ولوېد.
د معلوماتو پر اساس، د پېښې ځای ته د سیمې اوسېدونکي او چارواکي ورغلي او د ژغورنې عملیات روان دي.
ځايي چارواکو ویلي، بس ډېر بار و او مړه شوي کسان د بهار ایالت اوسېدوونکي دي.
هند په نړۍ کې د سړکونو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې هر کال په سلګونه زرو کسانو ته په کې مرګژوبله اوړي.