ښځه / مېرمن

ښځه / مېرمن


  • 1 کال دمخه (17/04/2023)
  • ماهر احسانزی
  • 774

د دنیا د نورو  جوړ په څېر انسان هم جوړه پيدا شوی. نر او ښځه. د انسان ددې جوړې بېلوالی په همدې نر او ښځې سره کېږي. یو يې نارینه او بل يې ښځینه نومېږي. ډېر کله په متنونو کې ناسمه کاروونه يې مانا ستونزمنوي، چې ښځه موخه ده او که میرمن ؟ میرمن هم ښځه ده خو تعریف او ځانګړتیاوې يې بېلې دي.

ښځه (Woman):

د ثمرخيلو ښځه وکړه

چې په یوه منجېله شپاړلس منګي وړینه

ښځه عام نوم دی، د انسانانو په جنسیت کې د (Femal) په کورنۍ پورې اړه لري.

ښځه عام نوم دی او د انسانانو مونث  جنسیت ته کارول کېږي. په ښځه کې وړه ، غټه ، زړه ، ځوانه( پيغله هم ورته وايې خو پيغله بیا پخپله د ښځو په کورنۍ کې یو بل مشخص تعریف لري) راځي.دغه د ښځیتوب موضوع کې رشتې هم ټولې راتلی شي، مور، خور، لور، وریره او ... ټولې ښځې دي. نارینه په مقابل کې ښځه عام نوم دی چې په نورو  نوعو هم دلالت کوي او هلته هم ( په نورو نوعو ) کې هم د جوړې د بېلولو لپاره نر او ښځه لرو. البته ځینې برخې ( نوعې ) يې خپله نومونه لري خو موخه مې داده چې په عموم کې يې په نر او ښځه سره توپيروو. غوايې او غوا سره بېل نومونه دي او پوهېږو چې غوايې څه شی دی او غوا خو که عموم ته يې واوړو نو بیا هم غوايې نر او غوا ښځه وي؛ اس نر او اسپه ښځه وي. په ګرامر کې هم د نر او ښځې بحث شته او د دواړو لپاره بېلې نښې دي خو مانا يې داده چې د ښځې لپاره کومې نښې رامنځ ته شوي، دا نښې بیا په ځوانې او زړې، ناروغې او روغې او ... یو ډول د تطبیق وړ دي.

مېرمن (Wife) :

غله میرمن کړي ځان مړه په څکه څکه 

میرمن د ښځې په کورنۍ پورې تړلې خو دا بیا خاص نوم دی. هرې ښځې ته موږ میرمن نه شو ویلی، بلکې میرمن خپلې ځانګړنې لري او د هماغې ځانګړونو له مخې موږیوې ښځې ته میرمن وایو. موږ هرې میرمنې ته ښځه ویلی شو خو هرې ښځې ته میرمن نه شو ویلی.د اهم کټ مټ لکه د ښځې او پيغلې بحث. هره پيغله ښځه ده خو هره ښځه پيغله نه ده. مخکې مو وویل چې میرمن خاص نوم دی، له انسانانو پرته په نورو نوعو کې هم د میرمن کلمه نه کاروو، خو هلته مو وویل چې په نورو نوعو کې د ښځې کلمه کارولی شو. یوې واده شوې ښځې ته میرمن وايې. دلته دا مهمه نده چې بچي يې وي که نه، دا هم مهمه نه ده چې میړه يې ژوندی وي او کنه خو چې واده شوې وي، دا میرمن ده.د میرمن پر ځای ښځه هم زموږ په ژبه کې شته او خلک يې کاروي خو د ښځې پر ځای ( په عام مفهوم سره ) میرمن نه کاروي. 

احمد ته يې دسمال راوړ  او  احمد ته يې ښځه وکړه، دواړه وایو، خو تر واده مخکې دا نه وایو چې :

احمد ته يې میرمن وکړه. ځکه په میرمن کیدو کې واده شرط دی. میرمن د ښځیتوب پر مفهوم سربېره یوه اصطلاح هم ده چې د کنځلو( البته تر ډېره بازاري نه بلکې مودبې کنځلې دي) لپاره راځي.

میرمنه اخیستل، میرمنه واخلم ، لکه پدې لنډۍ کې :

د ناچارۍ میرمنه واخلم

سړی به ستړی وي د بل زړه به ساتینه 

میرمن پر دې سربېره د ( صاحبې، مالکې او مشرې ) مانا هم ورکوي.

ای د خورو زلفو میرمنې زلفې مه ټولوه 

شیندلی زړه راټولوم نو بس توبه کومه 

دلته د خورو زلفو صاحبې او مالکې ته غږ شوی. پدې لاندې لنډۍ کې :

کوکریه مه را پسې غاپه 

ستا د میرمنې په سلا راغلی یمه

دلته میرمنه مالکه، څښتنه او صاحبه ده.

د دنیا دوه ورځې ژوندون دی

میرمن يې نه غیم چې په غم يې تېرومه

ښځه او میرمن سره همدغسې فرق لري خو میرمن لږو ډېره په ادبي حوزه کې هم استعمال شوې او دلته ( ادبي حوزه کې يې)  بیا بېلا بېل مفاهیم هم وړاندې کړي دي.