د پاکستان سوپر لیګ پای لوبه؛ له حضرت ځاځي د ملتان سلطان لوبډلې ویره

د پاکستان سوپر لیګ پای لوبه؛ له حضرت ځاځي د ملتان سلطان لوبډلې ویره


  • 6 مياشتي دمخه (23/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 447

د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو فاینل لوبه د ملتان سلطان او پېښور زلمي لوبډلو تر منځ په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

دغه لوبه سبا د جون په ۲۴ مه نېټه د افغانستان په وخت د شپې اته نیمې بجې شروع کېږي.

د ملتان سلطان لوبډلې سره له افغانستان نه رحمان الله ګربز او له پېښور زلمي لوبډلې سره حضرت الله ځاځی او وقار سلام خیل لوبیږي.

حضرت ځاځي په دغه لیګ کې  تر اوسه درې نیمې سلیزې وهلي دي او ښه فوم کې دی؛ نو په همدې خاطر ملتان سلطان لوبډله به د ځاځي د سوزولو کوښښ کوي او ویره ترې لري.

په یاد لیګ کې تر اوسه د کراچۍ لوبډلې لوبغاړي بابر اعظم تر ټولو زیاتې ۵۵۴ منډې جوړې کړي دي.

په دغه لیګ کې بیا زیاتې ویکټې د ملتان سلطان لوبډلې لوبغاړي شاه نواز داني اخیستي، داني په لسو اننګزونو کې ۲۰ لوبغاړي سوځولي دي.

د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې تر اوسه ۴۲۳ شپږیزې او ۹۸۰ څلوریزې لګېدلي دي.