ولسمشر غني طالبانو ته: روژې ته په درناوي له تاوتریخوالي لاس واخلئ او اوربند وکړئ.

ولسمشر غني طالبانو ته: روژې ته په درناوي له تاوتریخوالي لاس واخلئ او اوربند وکړئ.


  • 4 اونۍ دمخه (13/04/2021)
  • خالد سهار
  • 108

سمسور(سه شبنه د وري ۲۴) د افغانستان په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې نن د اپرېل ۱۳ د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

ولسمشر غني د دې میاشتې د پیلېدو پیغام کې پر طالبانو غږ کړی چې دې میاشتې ته په درناوي له جګړې، تاوتریخوالي او د ولس په وړاندې له دوښمني لاس واخلي. 

د ولسمشر غني غوښتنه په داسې مهال ده چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې  کېدونکې نړیواله ناسته کې ګډون نه شي کولای.

نوموړي ویلي، چې د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هر کله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي.