پاکستان ته یې د ټالب د ساتلو لپاره د کووالېشن سپورټ فنډ په نامه د کال اته نیم سوه ملیونه ډالر ورکول. امریکا له څه مودې په دې باوري ده چې د افغانستان ثبات یې حریفانو ته ګټه رسوي، کانونه یې چین ته ځي، بازارونه او بندرونه یې د چین د ون بېلټ ون روډ په خدمت کې کېږي، آسیا وصل کېږي او پر لوېدیځ یې تکیه کمېږي او د افغانستان د ثبات ساتلو لګښت یواځې امریکا پرېکوي. د زړې تګلارې د نوي فصل په توګه یې:
1) ټالب ته د قطر دفتر پرانیست
2) درانه ډالري معاشونه او امکانات یې ورته مقرر کړل
3) خپل زاړه ترجمانان لکه د جنرال پټریوس شخصي ترجمان واحد فقیري، فیض ځلاند او نور یې د تبلیغاتو لپاره ورته وګومارل
4) تبلیغاتي کمپنۍ او د برناټ رابین په څېر مبلغین یې ورته
وګومارل او د لیډرشیپ، ستراتیژیک کمیونیکېشن، نګوسیېشن یا مذاکراتو په برخه کې یې په لسګونو کورسونه ورته دایر کړل.
5) په حکومت کې د فساد مسأله یې د حکومت مشروعیت
را ټیټولو لپاره وکاروله او نیږدې هره اونۍ یې یو راپور خپور کړ.
6) د خلیلزاد په وسیله یې سیاسي اجماع خرابه او سیاسیون
د اشرف غني خلاف را وپارول
7) د سولې مسأله یې له دوه طرفه توب څخه ګڼ طرفه، په اصطلاح بین الافغاني او جنجالي کړه
8)- پاکستان یې سپین باز کړ
9) پر حکومت یې مستقیم فشارونه، تهدیدونه، ګواښونه او اخطاریې ور نمبر کړې.
10) ټالبانو ته یې په ملیونونو ډالر ورکړل،
11) د افغانستان حکومت یې مجبور کړ چې له هر ډول ضمانت پرته بندیان ور ازاد کړي
12) د افغانستان پر حکومت یې فشارونه راوړل چې ټالب ته سیمې ور پرېږدي، دا چې حکومت انکار وکړ، دغه کار یې د خپل استخباراتي نفوذ له لارې وکړ.
امریکا دا هر څه د افغانستان د بې ثباتۍ، د افغانستان شمال ته د داعش د انتقالولو، منځنۍ آسیا او چین ته د افراطیت انتقالولو، خپل پاکستاني کانټرکټر ته د کار موندنې او د ستراتیژیکې سرمایې په توګه د سیاسي اسلامکارو د پخوانۍ پروژې د جاري ساتلو په موخه وکړل.
امریکا د افغانستان د جګړې دوام غواړي.
د افغانستان حکومت په پټه خوله مقاومت کوي خو ملت ته حال نه وایي. حکومت باید حال ووایي.
زه چې څومره خبر یم، دا وروستۍ پروژه په څو دلیلونو ناکامه ده:
1) د افغانستان ملت ټالب نه غواړي او د امریکا لخوا د تحمیلولو د هڅې حماقت یې امریکا او نړۍ ته بربنډ شوی دی. د خلیلزاد تمه وه چې د افغانستان خلک به ډېر په اسانه د یو څو لنډه غرو په وسیله و وېشلای شي خو خبره بالعکس شوه. د ټالب زور اخیستلو ملت متحد کړ.
2) ټالب له حده زیات بې باور ثابت شو. د امریکا دا هیله چې له ټالبه به د یوه منسجم قوت په توګه کار واخیستلای شي، په اوبو لاهو شوه. ټالب مطلقه انارشي ده، امریکا کنټرول شوې انارشي غوښته، مطلقه انارشي یې نه غوښته؛
3) د سیمې حالات په بدلون دي، چین په نویو ابتکاراتو لاس پورې کړ. په ایران کې د چین درنې پانګونې امریکا ډاډه کړه چې له افغانستانه مطلوبه استفاده نشي کولای او لرې نه ده چې افغانستان ژر ایران او چین ته وبایلي. د ایران لخوا د ټالب هرکلی بې څه نه و او د ټالب لخوا د چین د کمیونسټ ګوند په کلیزه کې غیرمستقیم او مجازي ګډون او د عمران خان او فضل الرحمن د خبرو عین تکرار امریکا ګېج کړې ده.
لږ نور مقاومت په کار دی. چارواکي باید غلامانه سکوت مات او ملت ریښتینې ملي مقاومت ته را وبولي.
که دا ځل د امریکا دا توطیه د سرتېرو په همت او د افغانانو په درایت ماته شوه بیا مو ریښتیا 47 هېوادونه او امریکا مات کړي دي.
یادښت: دا مه وایاست چې دا خبرې دې مخکې ولې نه کولې. دا خبرې ما په دوه زره اتم کې کړې وې. د بیاتي /قیچي د دوو پلو مثال به مو یاد وي، هغه زما و.