ولسمشر غني له خپل ترکمنستاني سیال سره په ټیلیفون خبرې کړي.
ارګ وایي ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره په ټیلفوني خبرو کې ددواړو هېوادونو په دوستانه اړیکو، ټاپې پروژې او نوري فایبر شبکې د غځولو په اړه خبرې کړي او ددغه پروژو دتکامل په خاطر یې، په درې اړخیز او څلور اړخیز میکانیزم هوکړه کړې.