په شاتو كې زهر، د باركوال مياخېل د لنډو كيسو نوې ټولګه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1223

دا د ځوان ليكوال باركوال مياخېل د لنډو كيسو دويمه ټولګه ده، چي تازه په كوټه كې په ۱۰۴ مخونو كې د ۵۰۰ ټوكو په شمېر له چاپه را وتلې ده. دا كتاب د لمر خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوى دى، چي د ليكوال ټولې يوولس كيسې پكې راغلې دي، چي سرليكونه يې په لاندې ډول دي:
 ۱. ړنده مينه ۲. دروند كار ۳. په شاتو كې زهر ۴. له بېلتونه تر روغتونه ۵. سوځېدلى باغ ۶. ناسور ۷. باور ۸. غچ ۹ ورك وګړي ۱۰. سوغات ۱۱. يو سل څورلسم نمبر
پر دې كيسه ييزه ټولګه باندې تكړه كيسه ليكوال او ناول كښونكي نصيراحمد احمدي سريزه ليكلې ده.
د باركوال مياخېل تر دې وړاندې هم اووه منظوم او منثور آثار چاپ دي، چي ځينې يې ژباړل شوي دي