صالح: د دریمې حوزې ۱۳ پولیس دې په عزت سره خوشې شي

صالح: د دریمې حوزې ۱۳ پولیس دې په عزت سره خوشې شي


  • 4 کاله دمخه (05/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1140

 

د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي چې  ۱۳ نیول شوي پولیس دې په عزت سره خوشې شي.

امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې تر اوسه پر کابل پوهنتون د برید په تړاو څیړنې نه دي بشپړې شوي نو له همدې امله د وظیفوي غفلت تر نوم لاندې د ۱۳ پولیسو نیول بې مانا دي او باید هغوي په عزت سره خوشې شي.

تیره ورځ کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې برید په تړاو د وظیفوي غفلت له امله د دریمې امنیتي حوزې د امر په ګډون ۱۳ پولیس نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي.

صالح دغه راز د پولیسو له لوري په خپلسرې توګه د لوړپوړیزو ودانیو د ویجاړولو او بندولو په تړاو خواشیني څرګنده کړه او وویل چې راتلونکې اونۍ به هغه لوړپوړیزې ودانۍ هم ویجاړې شي چې په خپلسرې توګه په مهمو، تاریخي او حساسو سیمو کې جوړې شوې دي.