پاکستان؛ د پاڼ او پړانګ تر منځ

پاکستان؛ د پاڼ او پړانګ تر منځ


  • 7 مياشتي دمخه (14/11/2023)
  • شاه محمود میاخېل
  • 335

په دې نېږدې وختونو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک پلوې انټرنیټ پاڼې المرصاد د دغه تحریک د پخواني ویاند احسا الله احسان یوه لیکنه خپره کړې ده او ویلې دي چې داعش او پاکستان د یوې سکې دوه مخه دي.

 

احسان الله احسان زیاته کړې ده، چې د داعش د سقوط نه وروسته د داعش غړي د پاکستان پوځ په خپلو میلمستونونو کې ساتل او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

 

زما په اند داعش یوازې نه بلکې ټولې ترورستې افراطي ډلې او پاکستان د یوې سکې دوه مخونه دي. که تېر لنډ تاریخ ته نظر واچوو؛ پاکستان د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان جوانان مسلمان غړي، د مجاهدینو ګروپونه، طالبان، د داعش خراسان څانګه، لشکر طیبه، لشکر اسلام، جنید خراسان، د شرقي ترکستان تحریک، د ازبکستان اسلامي تحریک، حزب التحریر او نورو ډلو ته ځای او روزنه ورکړې او بیا یې د افغانستان او سیمې پر ضد کارولې دي.

 

د همدغه ډلو د تقوې او استخدامولو له امله د افغانستان دوه حکومتونه چپه او د افغانستان سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیز بڼسټونه ونړېدل.

 

کله چې زه په ننګرهار کې والي وم، د هرې جنګې او ترورستې ډلو غړي به مو چې نیول او تحقیق به مو ترې کاوه؛ نو د ټولو د تمویل منبع، روزنې او استخدامولو سرچینه یوه وه او هغه پاکستان و.

 

پاکستان له دغو ډلو څخه د شوروي اتحاد سره د سوړ جنګ په دوران کې استفاده وکړه او په میلیاردونو ډالره یې د دغو جګړو له لارې تر لاسه کړل او حتا پاکستان یو اټومي قوت هم شو.

 

همداشان پاکستان په افغانستان او سیمه کې د تروریزم سره د جګړې په کلونو کې دغه ډلې هم تقویه کولې او هم یې د امریکا او غرب نه په میلیاردونو ډالره تر لاسه کول.

 

په دې هکله ډېرې مستندې لیکنې شوي دي، چې پاکستان څنګه د دغه ډلو په جوړولو، روزولو او استخدامولو کې رول درلود.

 

د پاکستان پوځ په تېرو څو لسیزو کې د بحران د ایجادولو او د بحران د مدیریت په برخه کې بریالی و او د همدغه پروژو د جوړولو او پلې کولو له امله یې د امریکا، چین، عربو او نورو هېوادونو څخه کافي ګټې تر لاسه کړي دي.

 

خبره دا ده چې ایا پاکستان به وکړی شي، چې همداسې نورې پروژې جوړې او عملي کړې؟

 

زما په اند پاکستان اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ واقع دی. پاکستان د لاندې څو لویو ستونزو سره مخامخ دی:

 

اول:

 

د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحران د پخوا په پرتله ژور او څو برابره زیات شوی دی. د پاکستان سیاسي ډلې او پوځ د پخوا په شان کریزماتیک پوځي او سیاسي مشران نه لري او د پاکستان سیاسي بې ثباتې ورځ تر بلې زیاتیږي.

 

د سیاسي بې ثباتۍ سره اقتصادي بې ثباتي تړلې ده. اوس پاکستان د جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. په تېرو لسیزو کې پوځ کله یوه سیاسي ډله تقویه کړله او کله بله او د اړتیا پر وخت کې به یې حکومتونه بدلول او رابدلول. اوس سیاسي ډلې په وړو نورو سیاسي ډلو وېشل شوي او سیاسي ډلې د پخوا په شان د ولس تر منځ ولسي حمایت نه لري.

 

دویم:

 

د پاکستان پوځ په تېرو څو لسیزو کې مستقیم حکومت کاوه. د زیاتو او بې حسابه پيسو د ښکته پورته کولو له امله د پاکستان د پوځ د افسرانو په منځ کې مالي او اخلاقي فساد اوج ته رسیدلی او د دوی پخواني جنرالان میلونران شوي دي.

 

دوی په ډېرو کمپنیو کې سهم لري او هم یې د ملک نه بهر خپله سرمایه انتقال کړې ده، چې په دې هکله هم زیات اسناد خپاره شوي دي.

 

ښه بېلګه یې "پاکستان پوځ: فاسده اداره په ناکام هېواد کې؛ مقاله ده.

 

د پاکستان د ځینو سیاسیونو سره د خبرو په لړ کې دا جوته شوې، چې فساد د پاکستان پوځ په ټولو برخو د لوړې کچې څخه نیولې تر ښکته کچې پورې عام شوی او په ډېر مواردو کې ټیټ رتبه افسرانو د خپلو مشرانو اوامر په سمه توګه نه عملي کوي؛ ځکه ټول په دې فساد کې شریک دي.

 

همداشان د پاکستان پوځیانو کوښښ کړی، چې د دوی د عالي رتبه جنرالانو دوسې ونه څېړل شي او محاکمه نه شي ځکه دا د پوځ په روحیه باندې بد تاثیر لري.

 

د دغه فساد له امله د پاکستان پوځ اوس د پاکستان د خلکو په منځ کې پاک ځای نه لري او په دې هکله د پښتون ژغونې حرکت (PTM) او د عمران خان تحریک انصاف ګوند خاص رول ولوبوه چې د پاکستان د پوځیانو څیرې یې په علني توګه پاکستانیانو ته برملا کړې، چې د پاکستان د ترهګرۍ او بې ثباتۍ تر شا د پاکستان پوځ ولاړ دی.

 

درېیم:

 

په تېرو څو لسیزو کې پاکستان د مدرسو او اسلامي احزابو د لارې د افراطي ډلو د جوړولو، روزولو او تقويې څخه کار اخیسته.

 

د بروکینګ د انستیتوت د معلوماتو په اساس؛ په پاکستان کې اوس تقریبا ۴۵ زره مدرسې موجود دي او د دې مدرسو نه یې که یو وخت د افراطي ډلو د سرباز ګیرۍ ګټه اخستله؛ خو اوس د دغو مدرسو د فارغینو او غړو مدیریت اسانه کار نه دی.

 

دغو مدرسو ته د عربو او عجمو افراطي ډلو پیسې ورکولې او د دغو مدرسو مشران میلیونران شول. د همدغه مدرسو مسوولین او غړي اوس د نورو افراطي ډلو او ملاتړو بنسټونو سره د پاکستان له پوځ څخه په مستقله توګه اړیکې لري.

 

که د پاکستان پوځ د دې مدرسو د له منځه وړلو او مدیریت پلانونه عملي کوي، نو محبوره دي چې یو بل داخلي جنګ د افراطي ډلو د ځپلو لپاره پيل کړي. که پاکستان داسې جګړې ته داخل کیږي نو جنګي او افراطې ډلې سره یوځای کیږي او د پاکستان د پوځ په وړاندې ودریږي.

 

دا چې د پاکستان د پوځ اعتبار د ولس په منځ کې راټیټ شوی دی؛ پوځ په ځانګړې توګه د دغه ډلو مخه نه شي نیولې.

 

سربېره پر دې؛ افراطي ډلې لکه؛ ټي ټي پي او نور يو څه جغرافیه په سرحدي سیمو کې په لاس کې لري او کولی شي چې د هغه سیمو نه د پاکستان د پوځ پر وړاندې موثره عملیات تر سره کړي.

 

د پاکستان له خوا دا روزل شوې افراطي ډلې اوس په سیاسي، مادي، سازماندهي، تجهیزاتو له اړخه او همداشان په تبلیغاتي، تاکتیکي او ستراتیژیکو برخو کې ښه تجربه لري او د پاکستان پوځ دا خپل ماران نه شي کولی چې بېرته په سوړه ننباسي.

 

همدا علت دی، چې د پاکستان پوځیان او سرپرست حکومت د پاکستان د بې ثباتۍ ملامتیا پر افغانستان او افغانانو اچوي؛ تر څو د پاکستان د خلکو په منځ کې حمایت تر لاسه کړي.

 

پایله:

 

د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي اصف دراني د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د دوی لپاره تحریک طالبان ډله خلع سلاح کړي او وایي، چې دا د افغانستان د طالبانو مسوولیت دی.

 

کېدې شي چې د پاکستان حکومت او پوځیانو دا فکر کاوه، چې دوی د طالبانو د بیا راوستلو په برخه کې رول درلود؛ نو طالبان باید د دوی غوښتنې عملي کړي.

 

اما د افغانستان طالبانو ته هم دا ستونزمنه ده، چې د پاکستان ټولې غوښتنې عملي او یا د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي.

 

که طالبان دا کار وکړي؛ نو د طالبانو د بقاء شپې به هم کمې وي.‌ همدا علتونه دي چې پاکستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ واقع دی او دا ځل به د پاکستان پوځ ته مشکله وي، چې د موجوده بحرانونو مدیریت وکړي؛ ځکه سیمه او نړۍ هم وېشل شوې ده او پاکستان نه شي‌ کولی، چې د پخوا په څېر د امریکا، غرب، چین او عربو نه همزمان مرستې تر لاسه او یا د پخوا په څېر لوی پروژې عملي کړي.

 

البته پاکستان به کوښښ کوي د وړو پروژو له لارې د نړۍ او سیمې هېوادونو څخه یو څه تر لاسه کړي؛ خو دا سیمه ییزې او یا نړۍوالې وړې پروژې د پاکستان لوی اقتصادي، سیاسي او امنیتي مشکل حل کولې نه شي ځکه د وړو پروژو مصارف زیات او ګټه یې کمه ده.

 

اوس د پاکستان له داخلي افراطي ډلو د کنټرول واک او ځواک یو څه کم ښکاري او په نړۍواله کچه لویو رقابتونو کې د دغه هېواد ارزښت مخ په کمېدو دی.

 

په یو وخت کې له داخلي سیاسي، اقتصادي او افراطي کړکېچه نیولې د سیمې او نړۍ لوی سیاستونه او په دغو کشالو کې د پاکستان ارزښت ثابت ساتل ستونزمن دي.