په پاکستان کې یو ملا پر ۱۳ کلنې انجلۍ د جنسي تېري له امله نېول شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لېکلي چې د یاد هېواد د پنجاب ایالات د رنالا په سیمه کې د یو جومات ملا پولیسو پر ۱۳ کلنې انجلۍ د جنسي تېري له امله نېولی دی.
ورځپاڼې زیاته کړې چې دغې انجلۍ په شهرک اعظم مدرسې کې د قران کریم زدکړې کولې.
معایناتو ښودلې چې دا انجلۍ د ۷ میاشتو اومېندواره ده.
#SamsoorNews