هایکو ماس: له افغانستان څخه وتل باید د سولې نتایجو پورې مشروط شي

هایکو ماس: له افغانستان څخه وتل باید د سولې نتایجو پورې مشروط شي


  • 3 کاله دمخه (23/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1762

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وخت مخکې وتل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او ددې لامل کیدای شي چې دغه ډله له پوځي لارو د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې په بروکسل کې یې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې خبرې کولې وویل لازمه ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د مذاکراتو پر نتایجو پورې مشروط اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر امریکایي رسنیو هم رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شتون ښایي تر نورو شپږو میاشتو پورې وغځول شي، خو تر اوسه پدې هکله وروستی تصمیم ندی نیول شوی.

د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې ټول امریکایي سرتیري د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي خو د جو بایډن ادارې ویلي چې دغه تصمیم باندې بیا غور کوي.