مؤقت حکومت د پردیو د لاسوهنې په مانا دی

مؤقت حکومت د پردیو د لاسوهنې په مانا دی


  • 3 کاله دمخه (30/01/2021)
  • عارف سمیر
  • 1232

موقت حکومت د پردیو د لاسوهنې په معنا دی

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،  افغانان د ولسواکۍ او نظام پر اهمیت پوهیدلی او اوس د موقت حکومت خبره افغانستان کې د پردیو د دایمي لاسوهنې په مانا ده.

نوموړي ویلي، افغان ځواکونه میړني دي او هیڅکله به چاته دا اجازه ورنکړي، چې پردۍ اجنډ افغانستان کې تطبیق کړي.

حمدالله محب وایي، طالبان سولې ته ژمن نه دي، نو ځکه یې د سولې پروسې سره سم جګړې شدیدې کړې.

محب دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ مسکو ته دتللي طالب پلاوي مشر عباس ستانکزي وویل، چې غني د سولې پروسې پر وړاندې خنډ او باید یوه مؤقته اداره رامنځ ته شي.