ملګري ملتونه: پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی


  • 9 مياشتي دمخه (29/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 287

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان په سوء تغذیې د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د یاد سازمان د تغذیې ځانګې مسووله مونا شیخ وايي، اوس مهال په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر یو میلیون او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

نوموړي په یو ویډیو کلیپ کې ویلي، چې سږکال ښايي پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم درې میلیونو ته ورسیږي.

د شیخ په خبره، دوی یوازې له یو میلیون او شپږ سوه زره کسانو سره مرسته کوی شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.

د اوچا د مالوماتو له مخې، دمګړی ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.