د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل چینايي سیال وانګ یي سره لیدلي دي.
په دې ليدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې په روان وضعیت او افغان سوله خبرې اترې شوي دي.
د چين د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې ملاتړي دي او په افغانستان کې به د سولې د راتګ لپاره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.
وانګ یي ویلي د طالبانو لپاره یو زرین فرصت په لاس ورغلی باید د سولې له بهیر سره یو ځای شي او روانه جګړه ختمه کړي.
حنیف اتمر هم په افغان سوله کې د چین رول مهم بللی او یادونه یې کړې چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.