طالبان غواړي د جګړې په دوام سره د سولې خبرې ګډې وډې کړي.
افغان دولت وایي طالبان په افغانستان کې ریښتینې سولې ته ژمن نه دي او نه غواړي په دغه هېواد کې سوله راشي. دولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې طالب ډله د سولې پروسه زیانمنوي او په دغه هېواد کې دیوې ښې سولې تمه ورنه نشي کیدی. هغه افغان ځواکونه پیاوړي بللي او د نړیوالو متحدینو سره دافغان دولت ملګرتیا یې د ګډو همکاریو اساس بللی.