- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ملي تحریک
- 1266
د افغان ملي تاریخ نومیالي مورخ، څېړونکي او د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ښار کې نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د (۸۷) کالو په عمر خپل روح حق ته وسپاره.
ارواښاد ډاکټر پوهاند محمد حسن کاکړ د افغان ملي تاریخ په باب په پښتو، دري، او انګلیسي ژبو ګڼشمېر څېړنیز – تاریخي کره اثار لیکلي او خپاره کړي وو، چې په کور دننه او دباندې علمي مراکز او څېړونکي د ګټنې ( استفادې ) لپاره ارزښتمن او اعتباري سرچینې په توګه ترې برخمن و.
ارواښاد کاکړ د خپل ژوند په اوږدو کې د هېواد بچیانو روزنې ترڅنګ د ملي سیاست او ملي مسایلو، هېوادنۍ پرمختیا او سولې اړوند د ملي دریځ نیولو سره ډېر هلې ځلې هم ترسره کړې وي.
پرته له شکه د ارواښاد حسن کاکړ د ابدیت پر لور سفر په علمي او روزنیز بهیر کې لويه تشه او خواري رامنځته کړه، د افغانستان ملي تحریک مشرتابه او غړي د ارواښاد ډاکټر پوهاند محمد حسن کاکړ مړینه د افغاني کولتور او تاریخ په ډګر کې لويه تشه بولي، د ارواښاد درنې کورنۍ او د افغان ملي کولتور، علمي او اکاډمیک مراکزو ته تسلیت مراتب وړاندې کوي او مرحوم ته د الله تعالی له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي. انالله و انالیه راجعون
د افغانستان ملي تحریک
دار الانشأ