کورنیو چارو وزارت وایي د اریانا نیوز ټلویزیون خبریال او ویاند فردین امیني نن سهال لس بجې د کابل ښار د قصبې سیمې د منشي میر غلام ښارګوټي کې د یوې تیرې تیږې په وسیله خپله غاړه پرې کړې او ځان وژنه یې کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي د یاد ښارګوټي امنیتي ساتونکو هڅه کړې چې د هغه د ځان وژنې مخنیوی وکړي خو امیني په ایمرجنسي روغتون کې ساه ورکړې ده.
که څه هم تر دا مهاله د آریانا نیوز د دې خبریال د ځان وژنې انګیزه لا معلومه نه ده، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې خبریال امنیي په تلیفون کې خبرې کولې چې وروسته یې د غره لور ته منډه کړه او په تیره تیږه یې خپل غاړه پرېکړې ده.
ارین زیاته کړه چې په دې اړه څیړنې روانې دي.
د اریانا نیوز خبري شبکې هم د خپل خبریال وژل کیدل تائید کړي او زیاتوي چې تر دا مهاله د هغه د وژل کیدو لامل معلوم نه دی.