بسم الله الرحمن الرحیم.
درنو دوستانوالسلام علیکم!
خوښ یم چي، له کلونو وروسته، یو ځل بیا د خپلو منورو ځوانانو په مجلس کي د برخي اخیستلو ویاړ لرم. نن د پوهاند عبدالشکور رشاد د زېږېدلو له سلمي کلیزي سره برابره ده او د هغه قدر کوونکي هم په همدې مناسبت، د هغه درانه شخصیت د نماځلو لپاره را غونډ سوي دي. که څه هم چي د مرحوم رشاد صاحب او د هغه په څېر نورو علمي شخصیتونو په ویاړ د غونډي جوړولو لپاره خو دوه ساعته په هیڅ صورت کفایت نه کوي بلکه باید چي، زما د زمانې په څېر، لږترلږه یوه هفته وخت ورکړه سوی وای، خو شرایط داسي راغلي دي چي موږ دې ته مجبوروي چي د خپلو درنو شخصیتونو یاد د لنډ وخت په غونډوکي وکړو.
زه پخپله، په مستقیم ډول، د پوهاند صاحب د شاګردي افتخار نه لرم؛ خو له پوهنځي څخه د فارغېدلو وروسته مي، د پیرروښان په سیمینار کي، چي د کال ۱۳۵۳ په ژمي کي، د کابل پوهنتون په کتابخانه کي، جوړ سوی او زه یې هم د علمي غړو په کتار کي وم، د پېژندګلوی وروسته، د آشنایی او ملګرتوب افتخار تر لاسه کړ.
د خلقیانو او پرچمیانو په نظام کي، په تیره بیا د نورمحمدتره کي او حفیظ الله امین د قدرت په زمانه کي، چي د پښتو ژبي، په تېره بیا، د کندهار درې ستر او روښانه ستوري، مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبی، مرحوم پوهاند رشاد او مرحوم عبدالروف بینوا، د افغنانستان د علومو د اکادیمی غړي وه او درې واړه په یوه لوی اطاق کي کښېنستل. د دوی دفتر ته، به تقریباً هره ورځ، مرحوم محمدصدیق روهي او مرحوم محمدابراهیم عطایی را تلل او زه به هره ورځ ځکه د هغوی لیدلو او مجلس ته ورتلم چي ماته دغه لوی اطاق د زده کړي د یوه صنف او حتی کتابخانې حیثیت درلود. په دغه موده کي، چي تقریباً یو نیم کال به کیږي، ما د خوشحال خان، ابن سینا او میافقیرالله په سیمینارونو کي برخه واخیستله او په بشپړ یقین ویلای سم چي په دریو واړو سیمینارونو کي مي د دوی په توره ګډون وکړ.
مرحوم رشاد صاحب، د خپلو ټولو شاګردانو او کشرانو په څېر، پر ما باندی خاص مهربان وو. د خلقیانو او وروسته د پرچمیانو د دوران په لومړیو کلونو کي، چي زه لا په افغانستان کي وم، وخت په وخت، په خیرخانه کي د هغوی کورته ورتللم او د ده مرحوم له علمي مجلسونو څخه مي ګټه اخیستله. د پرچمیانو د قدرت په دوهم کال، چي زه له افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر کېدلم، د مرحوم رشاد صاحب دفتر ته ورغلم او هغه ته مي یوه بسته سپین کاغذونه، چي څلورسوه پاڼی کیدلې، ور وړل او هغه مي پوه نه کړ چي دا د خدای په امانی لیدنه ده. وروسته مي د طالبانو په دوران کي، کندهار او کابل ته د خپل سفر په ترڅ کي، د هغوی په کورکي، څو ځله ورسره ولیدل چي په یوه مجلس کي مرحومینو، عبدالخالق واسعی، وکیل صاحب نورمحمدخان او ډاکټر محمودحبیبي هم برخه درلوده. یو ځل مي په امریکا کي په خپل کور کي د هغوی او د هغوی د مرحوم ورور عبدالقدوس نجیب سړبن صاحب د څو شپو کوربه توب افتخار هم درلودلی دی. د همدغو څو شپو په ترڅ کي یې زما پردریمه شعری ټولګه « د سباوون په تمه » یوه لنډه مقدمه هم وکښله، چي زما لپاره یې له پوهنتون څخه وروسته، د دوهمي شهادتنامې حیثیت درلود. زما مشره لمسۍ شمله په هغو شپو کي دوه کلنه وه او هر سهاروختي به، له چایو چښلو څخه مخکي د دوی خوني ته ورتلله. له شملې سره د مرحوم رشاد صاحب دونه مینه پیدا سوه چي کله زه د کرزي د حکومت په سر کي د ده لیدني ته ورغلم نو د شملې لپاره یې یو د سرو زرو لاکیت را کړ. شملې هغی تحفې ته، چي د پلرنۍ میني ښکارندوی وه، وژړل او تر اوسه یې هغه لاکیت ساتلی دی.
مرحوم رشاد صاحب، د خپل اولس او وطن په درد د یوه خوږمن لیکوال په حیث، په ځواني کي د ویښو زلمیانو د ګوند له فعالو غړو څخه وو. مګر څرنګه چي علمي تحقیقات او څېړني، لیکوالي او شاعري له سیاست سره نه جوړیږي نو ده هم تر سیاسي ډګر د علمي تحقیقاتو ساحه او د شاګرانو روزل بهتر وبلل.
زه به د دونه درانه شخصیت په باره کي، په دې لنډ وخت کي، څه ووایم. ځکه چي د هغه د څو بعدي شخصیت، چي هم ژب پوه، هم تاریخ پوه، هم شاعر، هم د ډېر قوي شخصیت څښتن او هم د عربي ژبی یو عالم وو، په دومره لنډ وخت کي، خبري کول ممکني نه دي. هغه خپل ټول ژوند، له هلک والي څخه ، چي په کندهار کي په کوچني معلم مشهور وو، د پښتو ژبي ادب، تاریخ او علمي کارونو ته وقف کړی وو. په هر علمي سیمینار کي جلا جلا ځلېدلی دی او د هغو علمي سیمینارونو څخه وروسته د چاپ سویو مضامینو کتابونه یې شاهدي ورکوی. لیکلي کتابونه او په په سل ګونو مضامین یې د علمیت او تبحر ثبوت دی. ټول شعری استعداد یې له وطن سره مینی او درد ته وقف کړی وو. بېله شاعرانه مبالغې ویلای سم چي له ځینو شعرونو څخه یې د زړه د وینو رنګ څرګند دی:
دغه ستا په ړنګ جهان کي چي ودانی بنګلې دي
د مزدور د لاس تڼاکي د معمار تودې خولې دي
دا ګلونه چی په بڼ کي بهارونه ترې سازیږی
د باغوان د زړه په وینو آبیاري مومی غوړیږی
مګر واک د بویېدو یې په قسمت د باغوان نسته
د مزدور غریب ټاټوبی ستا پر مځکه اسمان نسته
لټېدلی مي په زړه کي یو توپان د ارمانو دی
یو طرف د ځوانی مرګ دی بل حسرت د دې بیورو دی
چي په آه د یتیم سوځي د بیدردو کور او کلی
په سېلاب د تودو اوښکو رغړوي د کاڼو څلی.
مرحوم رشاد صاحب د پرچمیانو د حکومت په زمانه کي، چي مجاهدینو پر کابل او د افغانستان پر نورو ښارونو باندي، د پاکستاني راکټونو باران جوړ کړی وو، او هره ورځ د بیګناه انسانانو د قتلېدلو او کورونو د ورانېدلو خبرونه وه، یو شعر ولیکی چي هم د ده د خوږمن زړه آوزا وو او هم یې داسي پیش بیني پکښي کړې وه چي ده څه ویل تر هغه لا هم بدمرغي پیښي منځته راغلې. د ده عقل حکم کاوه چي هغه بدمرغه روانه وضع او د جنازو ناپایه کتار پر هغه خپل حال نه پاتیږي.
له ګران افغانستان څخه بیروت مه جوړوی.
هغه نه یوازی، د وطن او اولس په دردونو خبر او له بې وسی یې په زړه خوږمن شاعر او تر څنګ یې داسي ستر عالم وو چي پښتو ژبه او افغانستان وي د هغه نوم به یادیږي، بلکه هغه د دې لویو ښېګڼو او فطرتي استعداد تر څنګ، په واقعی معنی، یو ملنګ شخصیت درلود. څوک چي هغه پیژني او یا یې له نیژدې ورسره لیدلي دي، په اتفاق به زما دغه نظر تاییدوی. دونه صمیمي سړی وو چی هر چا ته یې مینه ورکړې او هیڅ شاګرد او هیڅ دوست یې له خپلي میني بې برخی نه دی پرې ایښی. حیا دونه ورباندي غالبه وه چي چنداني یې چا له خولې سپکه خبره نه وه اورېدلې. له لومړۍ ځوانی بیا تر هغه وخته چی نور یې رنځور وجود یاري نه ورسره کوله، په مجلس کي چارزانو کښېنستی او هیڅ وخت یې شا او څنګ ته پر بالښت تکیه نه کوله. او د دې ټولو صفتونو تر څنګ حق متعال دونه قوي حافظه ورکړې وه چي له خپلو ټولو سیالانو کي څخه یې میدان ګټلی وو.
حق متعال دي ورباندي ورحمیږي. له خدای څخه غواړم چي زما په دې لنډ باقي پاته ژوند کي داسي شرایط ووینم چي زموږ د علمی ستورو داسي قدرداني وسی چي د هغوی له علمی شخصیتونو او خدمتونو سره ښايي. آمین