د امریکا او طالبانو وروري؛ راتلونکې اوونۍ نوې خبرې پیلوي

د امریکا او طالبانو وروري؛ راتلونکې اوونۍ نوې خبرې پیلوي


  • 2 کاله دمخه (24/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 813

سمسور(چهارشنبه د لیندۍ ۳) د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ځي او هلته به له طالبانو سره د خبرو نوی باب پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، چې یاد مذاکرات به ۱۵ ورځې دوام کوي او تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمي ګټو، د پاتې امریکایي وګړو او هغو افغانانو پر ایستلو چې امریکا ته ورته ژمنه ده او همدا راز، د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به بحثونه کېږي.

د سرچینې په خبره په دغو مذاکراتو کې به له ویسټ سره یو بل پلاوی هم مل وي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته؛ دا دویم ځل دی، چې طالب لوری له امریکایي چارواکو سره خبرې کوي.

سمسورپرس