هلمند کې ۷ کسانو مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ۷ کسانو مرګ ژوبله اوښتې


  • 2 اونۍ دمخه (08/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 36

د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل سوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي. 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ د یوه ویډز موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله په ډراب هشت سیمه کې د بغرا ویالې د هغه د موټر د لوېدلو په نتېجه کې رامنځته شوې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي، ژوبل شوي کسان چې، یوه مېرمنه، یوه نجلۍ او دوه تنه نارینه شامل پکښې شامل دي، د امنیتي مسئولینو له لورې تر را ایستلو وروسته د هزار جفت روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

دا پېښه خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تېره ورځ په بغلان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.