لوګر لسګونه ځوانانو پولیسو سره د یو ځای کیدو ازموینه کې ګډون وکړ

لوګر لسګونه ځوانانو پولیسو سره د یو ځای کیدو ازموینه کې ګډون وکړ


  • 3 کاله دمخه (04/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1099

لوګر کې د افغان امنيتي ځواکونو ليکو ته د داخلید په هدف ازموینه کې لسګونه ځوانانو ګډون وکړ.

دغه ازموینه چې د یاد ولایت امنيه قواندانۍ کې د جلب او جذب مسولينو د ملي پوليسو او د خاصو پوليسو په ليکو کې د اعلان شویو بستونو لپاره واخيستل شوه له سلو زياتو ځوانانو پکې ونډه اخيستي وه.

د لوګر امنيه قوماندان فيض الله غيرت، وایي چې دغه کسان به له بریالي کیدو وروسته د شپږو مياشتو لپاره په عملي او نظري زده کړو هم سمبال شي.

دا په داسې حال کې ده چې لوګر کې د نا امنیو د زیاتوالي او طالبانو د پراخ حضور له امله ډير کسان په امنیتي بنسټونو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.