د لوړو زدکړو وزیر ته د کامران احمدزي لیک

د لوړو زدکړو وزیر ته د کامران احمدزي لیک


  • 3 کاله دمخه (06/10/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1381

وزیر صیب سلامونه!

پوهېږم غږ به مې در ونه رسیږي؛ ځکه ته د یو داسې ملت په پوهونه بوخت یې، چې ستا پر منطق یې تېر شل کاله په جهالت کې تېر کړي؛ خو بیا هم هغه د الفت صیب خبره:

 

"یو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نه پریږدي"

 

ضمیر مې مجبور کړی یم، چې ځینې خبرې درته له هر ډول ویرې پرته وکړم.

منم په تېر نظام کې داسې سیمې وې، چې مکاتب یې شاړ/نیمه شاړ/ او یا هم د جګړو سنګرونه ول؛ خو پر همدې سیمو ستاسې واکمني وه.

منم، چې تېر کې ځینې زده کوونکي و، چې مکتبونه یې درست ونشوی ویلای؛ خو دا هغه خلک و، چې پلرونه او د کورنۍ سرپرستان یې، یا له تاسې سره په جګړه کې ووژل شو او یا ستاسې په لیکو کې!

زه به ستاسې پر منطق درسره خبره وکړم؛ سمه ده، چې تاسې په شل کلونو کې ۴۲ هېوادونو ته ماتې ورکړه؛ خو ښایي ۱۱ کلن هلمندی صبغت الله دې هېر وي، چې په ریاضیاتو کې یې ۴۰ هیوادونو ته ماتې ورکړه.

ممکن د هراتۍ نجونو روباټونه دې هېر وي.... دا هر څه تېر نظام کې د تعلیم لاسته راوړنې وې.

 

زمونږ د لوړو زدکړو وزارت هر کال بهر هېوادونو ته سلګونه محصلین لېږل او هر کال به په یو نه، یو هېواد کې افغان بچي ویاړ ګټلی و؛ هر کال به زمونږ جوپې جوپې افغانان له بهره ډکې منګولې مور وطن ته را ستنېدل.

ښايي تېر کلونه به تاته په هېواد کې د کفر اوج ښکاره کېده؛ خو دلته زرګونه جوماتونه جوړ شول، مدرسې جوړې شوې، د قرانکریم لوی لوی تفسیرونه ولیکل شول؛ له دې ور هاخوا، د مکتب په دوران کې مو د د اسلام ټول لومړني مسائل ولوستل، د پوهنتون په دوره کې مو د اسلام، کورنی، اقتصادي، سیاسي او اخلاقي نظامونه؛ قران پوهنه، نبوي سیرت.... ولوستل او بلاخره د عصري علومو ترڅنګ مو ښې ډېرې دینې زدکړې وکړې، چې همدا اوس هم اکثره ملایانو ته په دیني مسائلو کې د مناظرې چیلنج ورکوم.

زه درنه ګیله نه کوم؛ پر افغانستان د تالېبانو بیا ځل واکمني ډېره ناڅاپي او د توقع خلاف وه؛ شاید ته به هم همدومره ناڅاپي د خپلې تمې خلاف وزیر شوی یې؛ خو یوه هیله درنه ضرور لرم.

لاړ شه او زمونږ د پوهنې او لوړو زدکړو نصاب وګوره!

 

که مې منې؛ نو راځه له پېغورونو څه نه جوړیږي، معاصره نړۍ هغه څه غواړي، چې په تېر کې روان ول.

 

پخواني کادرونه د سلګۍ باران په څېر وستایه، له فکرونو یې ګټه واخله، وجودونه یې مه محوه کوه، مه پرېږده چې افغان ماسټر دې یو ځل بیا د پاکستانیو پر ډیران پراته کاغذونه د خرڅ لپاره راټول کړي، ترکیه کې دې مېږې وڅروي، ایران کې دې د غواګانو فارمونه صفا کړي....

د خلکو زدکړو ته احترام وکړه، یو لوی مسؤلیت در سپارل شوی، د نړۍ درته پام دی، راشه له خپل دریځ واوړه، افغان محصل په غېږ کې کلک کړه، پوهنتون ته یې د تګ لپاره یو وار بیا وجوداً او ذهناً اماده کړه، افغان دوکتور ته قلم ورکړه، د تختې مخ ته یې ودروه او د یو اباد افغانستان پر لور ګړندي ګامونه واخله، تر څو؛

چې دا کاڼي لالونه شي او دا بوټي لونګ شي!

ګني بیا به؛

یو باتور ملت غرقیږي

یو مظبوط وطن نړیږي

 

وما علینا الالبلاغ