په تېرو دوو میاشتو کې له ۵۰۰زرو زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

په تېرو دوو میاشتو کې له ۵۰۰زرو زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي


  • 2 ورځي دمخه (30/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 96

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۳۰مې پورې، له پاکستان او ایران څخه له ۵۰۰زرو زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه ټینګار کړی چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید خوندي، داوطلبانه او باعزته وي.

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو له کبله بشري وضعیت لاپسې خراب شوی دی او دا وضعیت تر بل هر چا راستانه شوي ډېر اغېزمنوي. 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې راستانه شوي افغانان له نامعلومې راتلونکې سره مخ دي او د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.

د افغانستان سرپرست حکومت او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په وار، وار له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې چې افغان کډوالو ته دې د داوطلبانه، خوندي او باعزته راستنېدو شرایط برابر کړي.